د اوباما د امنيت کابينی بدلون وموند
۱۳۹۰ اردیبهشت ۹, جمعهدغه بدلونونه په داسي حال کي اعلانيږي چي د امريکا اوسني د دفاع وزير به د روان کال په جون مياشتي کي تقاعد وکړي. بارک اوباما ديويد پيتريوس چي اوس مهال په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو قوماندان دي، د امريکا د استخباراتي اداري «سي اي اِي» د مشر په توګه و نوماوه او د دغه سازمان اوسني مشر، لاين پانيتا، ته یی د امريکا متحده ايالاتو د دفاع د وزير دنده ورکړه.
د افغانستان د جګړي د مشري دنده چي اوس مهال يي د پيتريوس په غاړه ده، جان الين ته وسپارل شوه.
دغه مهم بدلونونه په داسي حال کي منځ ته راځي چي بارک اوباما غواړي د افغانستان امنيتي چاري افغانانو ته وسپاري او ډير شمير امريکايي عسکر خپل هيواد ته وغواړي.
د امريکا په حکومت کي د دغو مهمو بدلونونو اعلان وروسته له هغی وشو چي يو افغان پيلوټ 8 امريکايي وګړي په افغان پلازميني کابل کي د يوي لفظي شخړي وروسته ووژل.
يو امريکايي چارواکي وویل چي بارک اوباما د دغو نويو بدلونو لپاره ډير پياوړي کسان انتخاب کړل. پنيټا 72 کاله عمر لري او پخوا يي د سپيني ماڼي د حکومتي چارو د ريس په توګه دنده تر سره کړي. ده د متحده ايالاتو په کانګرس کي د کلفورنيا د استازي په توګه هم دنده درلوده. پنيټا يو له هغو محدودو کسانو څخه دي چي کولاي شي د ګيټس ځاي ډک کړي. د ده لومړني دنده به د اوباما د هغي ستراتيژي پلي کول وي، چي په ترڅ کي يي د پنتاګون د بودجي څخه 400 بيليونه ډالر کميږي.
هغه کسان چي پرون ناوختی د اوباما لخوا دغو کليدي پوستونه ته ونومول شول بايد د امريکا د کانکرس لخوا هم تایيد شي ترڅو دوي خپلی دندی په قانوني ټوګه پيل کړي. ښايي اوباما د کانکرس د تاييد په ترلاسه کولو کي د کومي خاصي ستونزي سره مخ نشي، ځکه چي ډير شمير امريکايي سناتورانو د اوباما د نوي تيم د کار له پيلولو سره ليوالتيا ښودلي.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکي/ عبدالباري حکيم